سیګار: په افغانستان کې شاوخوا ۵۲ زره پاکستاني کډوال ژوند کوي

په خوست کې د وزیرستاني کډوالو د کمپ یوه څنډه

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۵۲ زره هغه کډوال ژوند کوي چې اکثره یې په ۲۰۱۴ م کال له پاکستانه دې هېواد ته کډه شوي دي.

سیګار نن سې شنبې په یوه ټویټ کې د دې خبرې تر څنګ کډوال تر ټولو زیانګالي خلک بللي چې د ملګرو ملتونو په وینا ۹۶ سلنه یې خوړو او ۵۹ سلنه یې سرپناه ته اړتیا لري او ۴۹ سلنه یې هم روغتیایي خدمتونو ته.

اکثره دغه کډوال د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د وزیرستانونو اوسېدونکې دي چې هغه مهال په سیمه کې د سخت دریځو وسله والو په وړاندې د پاکستان د پوځ د پراخو عملیاتو په نتیجه کې له پولې د افغانستان خواته را وښتي او اکثره یې په خوست او نورو څنګلورو ولایتونو کې په کمپونو او نورو ځایونو ځای پرځای شوي دي.

خپلو سیمو ته د دغو کډوالو د بېرته ستنولو لپاره هڅو تر اوسه د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.

خو تېره ورځ د جوزا یا غبرګولي په ۱۵مه د طالبانو حکومت ویلي وو، چې د ډریورنډ کرښې ته څېرمه په بېلابېلو ولایتونو کې مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقالوي.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو پاکستاني کډوالو د انتقال په اړه ډېر جزییات ورنه‌کړل، خو ویې ویل، دوی پلان لري چې د خوست په ګډون په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي.

نوموړي د هغه ولایتونو په اړه هم څه ونه ویل چې یاد کډوال به ورته انتقالېږي، خو ویې ویل چې د دوی لپاره به هلته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرېږي.