د افغانستان بانک د زړو بانکنوټونو د بدلون بهیر پیل کړی

د افغانستان بانکنوټونه

د افغانستان بانک وايي چې په هېواد کې له زړو بانکنوټونو سره د نویو هغو د بدلون پروسه پیل شوې.

د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي، نن په یوه بیان کې وویل چې د لسو او شلو افغانیو زاړه بانکنوټونه له نن څخه له نویو بانکنوټونو سره بدلېږي.

بیان زیاتوي چې خلک کولی شي زاړه بانکنوټونه د افغانستان بانک څانګو کې او نورو سوداګریزو بانکونو ته وروړي او پر ځای یې نوي هغه ترلاسه کړي.

د هېواد مرکزي بانک وايي، د بانک‌نوټونو د بدلون لپاره هېڅ کمېشن نه اخلي.

له دې مخکې ډېرو خلکو د زړو بانک‌نوټونو له چلند څخه شکایت کاوه او ویل یې چې زاړه بانکنوټونو په بازارونو کې د پیسو د راکړې ورکړې چارې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړې وې.