د 'آی او ایم' متخصصانو ۱۷۵ زره افغانانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي

د آی او ایم نښان

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د دوی روغتیايي متخصصانو د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه تر مې میاشتې پورې د یو لکه پنځه اویا زره ۱۷۵۰۰۰ افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

'آی‌ او‌ ايم' پرون دوشنبه په خپل ټویټر کې وویل چې دغو کارپوهانو د رواني زده‌کړو په فعالیتونو کې هم مرسته کړې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان دا هم وايي چې د دوی متخصصان په افغانستان کې د کړکېچ او ناورین له اغېزو ځپلو افغانانو سره مرسته کوي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا 'آی او ایم' د نورو بشري مرستو ترڅنګ په ننګرهار ولایت کې یو روغتیايي کلینیک هم جوړ کړی دی.