وېسټ له بریتانيا او عربي اماراتو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالتونو ځانګړی استازی وایي، د بریتانیا او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي.

ټام وېسټ دا خبره پرون په خپل ټوېټر کې کړې ده.

هغه ویلي، د جون له پنځمې تر نهمې به لندن او ابوظبۍ کې د افغانستان د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړي.

وېسټ د خپلو سفرونو او خبرو اجنډا نه‌ده واضح کړې.