ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بوديجې طرحه کې کموالی راوستی

د ملګرو ملتونو بیرغ

ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویو موسسو د بسپنې په هغه طرح کې شاوخوا ۱،۴ میلیارد ډالر کموالی راوستی چې په روان ۲۰۲۳ کال کې یې د افغانستان لپاره غوښتې وه.

د نوي پلان له مخې ملګرو ملتونو له اړو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۳،۲ میلیارد ډالر غوښتي، په داسې حال کې چې مخکې له دې یې د ۴،۶ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د مرستندویو موسسو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د طالبانو د بندیز له کبله بدلېدونکي وضعیت ته په پام سره دوی په دې پلان کې بدلون راوستی دی.