کریملین د اټومي وسلو د کنټرول په اړه د امریکا وروستی بیان مثبت بللی

د متحده‌ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان

کریملین د اټومي وسلو د کنټرول په اړه د متحدوایالتونو وروستی بیان مثبت بللی.

کریملین نن په یو بیان کې وویل چې د اټومي وسلو د کنټرول لپاره د دوه اړخیزو خبرو په اړه د متحده‌ایالتونو د ملي امنیت د سلاکار جک سولیوان څرګندونې مثبتې دي.

بیان زیاتوي چې روسیه ډیالوګ ته چمتو ده.

سولیوان د جمعې په ورځ وویل، که روسیه تر ۲۰۲۶ کال پورې د نیو سټارټ یا نوي پیل د تړون د اعتبار د مودې ترپایه د دې تړون پر پرېکړو عمل وکړي نو امریکا به هم همدا کار وکړي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین په فبروري میاشت کې په دې تړون کې د روسیې غړیتوب وځنډاوه.