يونېسف: پنځه‌ نيم لکه افغان ماشومانو ته مو د زده‌کړو خدمتونه رسولي

ارشيف: په هلمند کې د يوه ښوونځي زده کوونکي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق يا یونېسف وایي، په تېره اپرېل میاشت کې یې څه باندې پنځه‌ نیم لکه افغان ماشومانو ته د زده‌کړو خدمتونه رسولي دي.

یونېسف دا خبره د ۲۰۲۳م کال په څلورم نمبر میاشتني راپور کې چې تازه خپور شوی کړې او لیکلي یې دي، د دغه شمېر ماشومانو ۵۹ فیصده یې وړې نجونې دي.

په راپور کې راغلي، د زده‌کړو دغه خدمتونه په دېرشو ولایتونو کې د نږدې ۱۸ زره ټولنیزو ټولګیو له‌خوا، چې یونېسف یې ملاتړ کوي، وړاندې شوي دي.

طالبانو د روان لمریز کال په لومړیو کې په کندهار او هلمند کې د یونېسف د سلګونه محلي ټولګیو د ځنډولو پرېکړه وکړه.

یونېسف داسې مهال ماشومانو ته د زده‌کړو رسولو هڅه کوي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي او د هغوی پوهنتونونه تړلي دي.