دوحه کې د افغانستان او پاکستان د پولیو د له منځه وړلو پر پروګرام د غونډې وروستۍ ورځ

د دوحې یوه څنډه

نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو پر پروګرام د رابلل شوې مشورتي غونډې وروستۍ ورځ ده.

'د پولیو اړونده د تخنیکي مشورتي ډلې یا /TAG ناستې' په نوم دغه څلور-ورځنۍ غونډه د پنج شنبې په ورځ پیل شوې ده.

په افغانستان کې د یونیسف پولیو له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه چې په دې مشورتي غونډه کې ګډون لري، ازادۍ راډیو ته وویل: "د جون میاشتې څلورمه نېټه به د دې غونډې وروستۍ ورځ وي، چې په هغه ورځ به ټګ یا تخینګي مشورتي ډله خپلې سپارښتنې افغانستان او پاکستان ته وړاندې کړي، تر څو تر دې وروسته د دغو هېوادونو د پولیو له منځه وړلو پروګرام د دغو سپارښتنو په رڼا کې مخ ته لاړ شي."

دا غونډه داسې وخت جوړېږي، چې همدا تېره اوونۍ په ننګرهار کې د ګوزڼ څلورمه مثبته پېښه هم ثبت شوه.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې د ماشومانو ګوزڼ لا هم په کې په بشپړ ډول ختم شوی نه دی.