په کندهار کې د انارګل دودیزه مشاعره شوې

په کندهار کې د انارګل مشاعرې یو انځور

تېره شپه کندهار کې د انارګل دودیزه مشاعره ترسره شوه.

په سږنۍ مشاعره کې د طالب چارواکو ترڅنګ ، شاعرانو، فرهنګپالو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

د مشاعرې ګډونوالو په خپلو شعرونو کې د کندهار د سياسي ارزښت ترڅنګ، له نړۍ او ګاونډيانو سره پر ښو اړيکو ټينګار درلود او دغه راز یې تر ډېره د طالبانو په پلوۍ شعرونه او ترانې وویلې.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر شاعرانو او فرهنګپالو د طالبانو حکومت تورن کړی چې دغه ډول ولسي مشاعرې یې انحصار کړي او چا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له خوښۍ پرته انتقادي شعرونه ووايي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د انارګل راپور