امریکا د سپاه پاسداران پر یوه چارواکي او ځینو نورو کسانو بندیزونه ولګول

د امریکا بیرغ

د امریکا متحدو ایالتونو پرون د ایران د سپاه پاسداران پر یوه چارواکي او ځینو نورو کسانو بندیزونه ولګول.

پر دغو کسانو تور دی چې غوښتل یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن، ځینو نورو کسانو او د امریکا د حکومت د یوه بل چارواکي د وژلو لپاره په پراخو توطئیو کې همکاري وکړي.

د ادعا له مخې د جان بولټن د وژلو دسیسه ښه مستنده شوې او د امریکا څارنوالانو او پخوانیو حکومتي چارواکو دا د ایران د سپاه پاسداران یوه دوامداره هڅه ګڼلې، چې غواړي د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مهال چارواکي په نښه کړي.

ویل شوي دغه پخواني امریکايي چارواکي په ۲۰۲۰م کال په هغه هوايي حمله کې دخیل ګڼل شوي چې د ایران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني یې وواژه.

په پرونیو بندیزونو کې په ایران او ترکیه کې درې کسان، یو شرکت چې د ایران له قدس ځواک سره همکاري لري او د ایران د استخباراتي ادارې دوه چارواکي په نښه شوي دي.

د امریکا خزانې وزارت ویلي، دغو کسانو غوښتل د امریکا چارواکي، خبریالان او هغه ایراني مخالفان ووژني، چې په بهر کې ژوند کوي.