چارواکي: د انګېرنې خلاف هندي کشمير ته هېڅ افغان طالب نه‌دی داخل شوی

د هند او پاکستان ترمنځ سرحد کې هندی سرتېری د پیرې پر مهال

په کشمیر کې د هند د پوځ یو جګپوړی قوماندان وايي، د هغه څه خلاف چې انګېرل کېدل، د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هندي کشمیر ته هېڅ افغان طالب نه‌ دی داخل شوی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، په سرینګر کې د هند د چینار قول اردو عمومي قوماندان بریدجنرال اې‌ډي‌ایس اجلا پرون پنجشنبې په یوه مرکه کې همدا راز وویل چې په پاکستان کې د روان کورني بحران له کبله هم د کشمیر په تړاو کومه اندېښنه نه‌لري.

تر دې مخکې ځینو پاکستاني او هندي رسنیو راپور ورکړی و چې د هند کشمیر ته هغه امریکايي وسلې رسېدلي چې دې هېواد په افغانستان کې پرې اېښي او د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.