سيما باهوس د افغانستان وضعیت په تړاو له يوه ترکي څېړونکي سره کتلي

د عکس ښي لور ته فریدون سینیرلي ​​​​​​​اوغلو او چپ لور ته سيما باهوس

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس وایي، د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې خپلواکې څېړنې له همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره یې کتلي او د هغه د دې مهم رول په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

مېرمن باهوس نن په یوه ټویټ کې وویل چې دوی دواړه له دې سره موافق و چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۷۹ م پرېکړه لیک له مخې دغه ماموریت به چې ده ته سپارل شوی، پر افغان ښځو او د هغوی پر حقونو ډېر متمرکز وي.

باهوس ویلي چې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګه او جنسیتي متخصصان د هغه د ټیم ملاتړ ته ژمن دي.

فریدون سینیرلي اوغلو به چې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر او له ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۲۳ کال پورې یې په ملګرو ملتونو کې د ترکیې د دایمي استازي په توګه دنده ترسره کړې، د افغانستان په اړه خپله څېړنه د روان کال د دوبي تر پایه بشپړه کړي.