د افغانانو په وژنه تورن اسټرالیايي سرتېري د درېیو ورځپاڼو پر وړاندې دعوه بایللې

ارشیف: په افغانستان کې اسټرالیايي سرتېري د مامومریت پر مهال



د اسټرالیا یوه تر ټولو ویاړل شوي ژوندي سرتېري نن پنجشنبه هغه دعوه وبایلله چې درې ورځپاڼې یې د خپل ځان په بدنامولو تورنې کړې وې.

دغو ورځپاڼو په خپلو راپورونو کې د اسټرالیایي ځانګړیو ځواکونو پخوانی سرتېری ۴۴ کلن بین رابرټز سمیټ تورن کړی و چې په افغانستان کې د پوځې ماموریت د ترسره کولو پر مهال یې په ناقانونه توګه د شپږو افغانانو په وژلو کې لاس درلود.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په سیډني کې د فدرالي محکمې قاضي انټوني بیسانکو وویل، دغو درېیو ورځپاڼو ثابته کړه چې د دوی راپورونه د بدنامۍ د ډېری تورونو په اړه چې سمیټ یې په اړه شکایت کړی، رښتیني دي.

نوموړي پر سیډني مارنینګ هرالډ، ایج او کانبیرا ټایمز ورځپاڼو دعوه کړې وه چې نوموړی یې یو داسې کس انځور کړی چې په افغانستان کې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د پوځي دندې د ترسره کولو په مهال یې د جګړې اخلاقي او قانوني اصول تر پښو لاندې کړي دي.

بین رابرټز سمیټ ته په افغانستان کې د ښه خدمت په خاطر د ویکتوریا صلیب په نوم د اسټرالیا تر ټولو لوړ پوځي مډال هم ورکړل شوی دی.

د نوموړي ترڅنګ د اسټرالیا په لسګونه نور سرتېري هم په افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورن شوي دي.