په اوکراین کې د جنایتونو څېړلو لپاره د یوې نړیوالې محکمې د جوړولو غوښتنه شوې

په باخموت کې د روانې جګړې له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د امریکا قانون جوړونکو او یوه لوړپوړي ډيپلومات د جرمونو نړیوالې محکمې یا آی سي سي له چوکاټه بهر د یوې داسې محکمې د جوړولو ملاتړ کړی چې د اوکراین د جګړې پر مهال یرغلیز جنایتونه وڅېړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په دې وروستیو کې د همداسې یوې خپلواکې نړیوالې محکمې د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د دغې محکمې په طرحه کې ویل شوي چې دا کار باید د اوکراین د قضایي تګلارو په چوکاټ کې ترسره او تر هغو چې جګړه روانه وي، محکمه به له اوکراینه بهر غونډې کوي.

په اوکراین کې د بشر ضد جنایتونه د جرمونو نړیواله محکمه یا 'آی سي سي' څېړي، خو ویل شوي چې د جوړېدونکې محکمې تمرکز به د یرغلیزو جنایتونو پر څېړنې وي.

د کانګرس غړو ویلي، د اوکراین د جګړې په اړه باید له روسیې سره حساب وشي او په خبره یې د هغوی بخښل باید کوم غوراوی نه وي.