په کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان مړه او ۹ ژوبل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کاپیسا ولایت موقعیت

په کاپیسا ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو په کنټرول کې د کاپیسا د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالفتاع فایز ویلي، دا پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې د اله سای ولسوالۍ په چای خېلو کلي کې یو مسافر وړونکی موټر چپه شو.

د فایز په خبره یو ماشوم هم په وژل شویو کې شامل دی.

هغه د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړک تنګوالی د دغې پېښې لامل بولي.