د اسټرالیا لوی درستیز: واشنګټن په ۲۰۲۱ کال کې خبرداری راکړی و

انگوس كمپبل لوی درستیز استرالیا

د اسټرالیا لوی درستیز انګوس کمپبل وايي، واشنګټن ورته په ۲۰۲۱ کال کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د اسټرالیايي پوځیانو له خوا د ملکي بندیانو د وژلو تورونه به له اسټرالیا سره د امریکا پر مرستو اغېز وکړي.

امریکا د اسټرالیا تر ټولو ستر امنیتي متحد دی.

رویټرز خبري اژانس د ښاغلي کمپبل له قوله راپور ورکړی چې نن يې د خپل هېواد پارلماني کمېټې ته وویل، هغه په کانبیرا کې د امریکا د سفارت له پوځي اتشې یې د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې هغه لیک ترلاسه کړی چې په کې د واشنګټن اندېښنې بیان شوې وې.

په ۲۰۲۰ کال کې یوې څلور کلنې څېړنې چې د بریتون د راپور په نوم یادېږدي ښودلې چې ظاهرا د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ۳۹ بې وسلې ملکي بندیانو وژلي چې په پایله کې یې ۱۹ اوسني او پخواني اسټرالیايي سرتېري د قانوني پوښتنو ګروېږنو له احتمال سره مخ دي.

په اسټرالیا کې د امریکا سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو سرتېری بین رابرټس سمیت به سبا د جون لومړۍ د جنګي جرمونو په تور محاکمه شي.

رابرټس سمیت یو له هغو ۱۰۱ اسټرالیايي پوځیانو څخه دی چې د ویکټوریا صلیب په نوم یې د زړورتیا لپاره د هېواد تر ټولو معتبره جایزه ترلاسه کړې ده.