ګاسمن: پاکستان دې ملکیان په پوځي محکمو کې نه محاکمه کوي

د عمران خان د پلویانو د تاوتریخجنو اعتراضونو یوه څنډه. May 10, 2023

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې ملکیان په پوځي محکمو کې محاکمه نه‌کړي.

دغه سازمان نن پنجنشبه د مې ۳۱مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستان د وروستیو مظاهرو او ګډوډیو ۳۳ تنه نیول شوي مشکوک کسان پوځ ته سپارلي دي.

وړاندې راغلي چې دغه نیول شوي کسان تورن دي چې پر دفاعي تاسیساتو یې برید کړی، ویجاړ کړي یې دي او پوځي وسایل یې ترې پټ کړي دي.

د بشري حقونو په سازمان کې د اسیا د څانګې مرستیالې پټریشا ګاسمن ویلي، پاکستان د تورنو کسانو د محاکمې حق لري، خو په خبره یې دا بهیر باید بې پلوه او ملکي محاکمو کې ترسره شي.

وروسته له دې چې مخکینی صدر اعظم عمران خان د مې میاشتې په نهمه نېټه ونیول شو، د هغه زرګونه پلویان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرو ته راووتل، له امنیتي ځواکونو سره په شخړه واوښتل او ګڼو ودانیو ته یې اور واچوه.