د قطر صدارعظم کندهار ته د سفر پر مهال له ملا هبت‌الله اخندزاده سره ليدلي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

د قطر صدر اعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني د طالبانو له لوی مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره پټې خبرې کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د مې په ۱۲مه شوو دغو محرمو خبرو کې پر دې بحث شوی چې څنګه د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې سره لانجې پای ته ورسوي.

اژانس له موضوع د یوې باخبره سرچینې په حواله ویلي چې دا لیده کاته کندهار ته د آل ثاني د سفر پر مهال شوي دي.

دغې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي، د امریکا د ولسمشر جوبایډن له ادارې سره هم د دغو خبرو جزییات شریک شوي او هغوی له طالب مشرانو سره د دې ډول خبرو د دوام غوښتنه کړې ده.

کله چې د قطر صدر اعظم او بهرنیو چارو وزیر کندهار ته سفر وکړ، نو هغه مهال طالبانو وویل چې له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره یې، چې اوس یې کفالت مولوي عبدالکبیر کوي، لیدلي دي.

د طالبانو او نړیوالو لانجې د ښځو د کار او تعلیم په ګډون د هغوی د حکومت پر بڼې او یوشمېر نورو مسایلو دي.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښونځي او دغه راز د هغوی پوهنتونونه تړلي او ښځې یې د ملګرو ملتونو په ګډون کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کاره منعه کړي دي.