د طالبانو لاسوهنه؛ د خوړو نړيوال سازمان په غور کې د مرستو بهیر وځنډاوه

ارشیف: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له لوري د مرستو رسونې له بهیر څخه یو انځور

د خوړو نړیوال سازمان په غور ولایت کې د دویم ځل لپاره د بشري مرستو د ځنډولو خبر ورکوي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان ویاند وحید‌الله اماني نن د مې ۳۰ مه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "په تېرو څو میاشتو کې د مرستې رسولو په چارو کې د طالب چارواکو د مداخلې له کبله مجبوره شو چې په غور ولایت کې فعالیتونه ودرو."

نوموړي وويل: "د روان کال د جنورۍ په میاشت کې ملګرو ملتونو په غور ولایت کې د ټولو بشري مرستو د وېش لړۍ په موقت ډول وځنډوله، وروسته له دې چې د سیمه‌ییزو چارواکو د نه مداخلې په اړه تضمینونه ترلاسه شول، د بشري مرستو رسولو لړۍ بیا پیل شوه، د اپرېل په میاشت کې د مداخلې نوې هڅې ولیدل شوې چې له امله يې فعاليتونه بيا ودرول شول."

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند زیاته کړه، اوسمهال یوازې ګرځنده ډلې په غور کې خوارځواکو ماشومانو او شیدو ورکوونکو میندو ته خوراکي مرستې رسوي.

'ډبلیو ایف پي' اټکل کوي چې د روان کال له مې څخه تر اکټوبر پورې به په غور ولایت څه باندې ۴۷۰ زره کسان د خوړو له کمښت سره مخامخ شي.