روسيې نن بيا پر کييف د بې‌‌پيلوټه الوتکو بريدونه کړي

پر کییف د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

روسیې یو ځل بیا نن سهار د اوکراین پر پلازمېنې کییف د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو پر خپل ټیلګرام ویلي، څو سیمې په نښه شوي چې په پایله کې یو تن وژل شوی او يو شمېر نور ټپیان دي.

د اوکراین د ملي پولیسو مشر ایوان ویویسکي بیا د ټپیانو شمېر ۱۳ تنه ښودلی دی.

د اوکرایني چارواکو په وینا، بریدونه په ایران کې د جوړو شویو بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته شوي دي.

په ورته وخت کې د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، نن سهار پر دغه ښار د بې‌پیلوټه الوتکې برید شوی دی.

د هغه په وينا، پېښه مرګژوبله نه‌لري، خو دوو ودانيو ته زيان رسېدلی دی.