چارواکي: په مسکو کې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو څو ودانۍ زیانمنې کړي

په مسکو کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې یوه ودانۍ زیانمنه شوې.

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو څو ودانۍ زیانمنې کړي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د مسکو د ښاروال سیرګي سوبیانین په حواله ویلي چې دغه بریدونه نن د مې ۳۰مه سهار وختي شوي دي.

سوبیانین ویلي چې سملاسي کوم کس په جدي توګه نه‌دی ټپي شوی.

د ټیلګرام چېنلونو د راپورونو له مخې نن سهار وختي له لسو زیاتې بې‌پیلوټه الوتکې د مسکو په فضا شنډې کړای شوي، خو د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي، پېښه کې د هستوګنې دوه ودانۍ زیانمنې شوي دي.

خبر کې نه‌دي راغلي چې دغه بریدونه چا کړي، خو تر دې وړاندې مسکو د دغه ډول بریدونو پړه پر اوکراین اچولې ده.

بل لورته راپورونه وایي چې د اوکراین په پلازمېنه کییف او نورو ښارونو هم له پرون راهیسې ۳۱ بې‌پيلوټه الوتکې توغول شوي چې د چارواکو په وینا، ۲۹ یې راغورځولي او ۲ نورې یې هدف ته رسېدلي.

په راپورونو کې راغلي چې د دغو بریدونو له کبله اوکراین کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.