د جرمني حکومت اردوغان ته د برلین د سفر بلنه ورکړې

رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ د ترکیې د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې ګټونکی اعلان شو.

د جرمني حکومت پرون اعلان وکړ چې صدراعظم اولاف شولتز د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې کړي او هغه ته یې د برلین د سفر بلنه ورکړې ده.

اردوغان د یکشنبې په ورځ د ترکیې د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې ګټونکی اعلان شو.

د جرمني حکومت په یوه بیان کې اعلان کړی چې شولتز د ناټو په تړون کې د ګډو متحدینو په توګه د برلین او انقرې ترمنځ پر نږدې اړیکو ټینګار وکړ.

د ناټو ملګري انقرې ته انتظار باسي چې په ناټو کې د شاملېدو لپاره د سویډن ځنډول شوی غوښتنلیک تصویب کړي.

اردوغان تر اوسه دغه غوښتنه نه ده منلې او سویډن یې د ترکیې مخالفو څېرو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی.