هیدربار: د طالبانو ژمنې ارزښت نه‌لري

د بشري حقونو د څار سازمان د بشري حقونو د چارو مرستیاله هیدربار

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د چارو مرستیاله هیدربار ويلي، د طالبانو ژمنې ارزښت نه‌لري.

هیدربار د ناروې د کډوالو د شورا د مشر یان ایګلند وروستیو څرګندونو ته په اشاره چې ویلي یې دي، د طالبانو چارواکو چې ده ورسره په وروستي سفر کې په کندهار او کابل کې لیدلي، ډاډ یې ورکړی چې د ښځو د کار او زده‌‌کړې لپاره به ملي تګلاره ډېر ژر نهایي شي، وایي، د طالبانو ژمنې ارزښت نه‌لري.

هیدربار نن دوشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، دا هیله‌منه ده چې طالبان دا کار وکړي، خو زیاتوي په تېر څه باندې یو نیم کال کې دوی ژمنې کړي چې نجونې به پرېږدي چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي، خو په دې برخه کې تر اوسه هېڅ پرمختګ نه لیدل کېږي، بلکې لا پر دوی محدودیتونه زیات شوي دي.

هیدربار وایي، طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په موده کې هم ورته ژمنې کړې وې چې عملې نه‌شوې.

د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته نجونې یې ښوونځیو ته له تلو او نجونې او ښځې یې هم له پوهنتوني زده‌کړو منع کړي دي.