اوکرايني چارواکي: روسيې پر کیيف بالسټیک توغندي توغولي

پر کییف د روسي ځواکونو له لوري د ویشتل شوي یوه توغندي انځور

د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي چې روسیې نن پر پلازمېنه کییف بالسټیک توغندي توغولي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د هوایي ځواکونو ویاند یوري ایحنات د اوکراین تلوېزیون سره په خبرو کې کړې ده.

نوموړي ویلي، داسې ښکاري چې له ایس ۳۰۰ او ایس ۴۰۰ توغندیو څخه هم کار اخیستل شوی دی.

سملاسي د دغو بریدونو د مرګ ژوبلې او زیان په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو کییف کې د خطر زنګ وهل شوی دی.