روسیې امریکايي سناتور 'لیندسي ګراهام' د تعقیب لاندې کسانو په لېست کې شامل کړی

امریکایي سناتور لیندسي ګراهام

د روسیې د کورنیو چارو وزارت امریکایي سناتور لیندسي ګراهام د تعقیب لاندې کسانو په لېست کې شامل کړی دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، دا ګام وروسته تر دې اخیستل کېږي چې ګراهام د می په ۲۶مه د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره په ملاقات کې وویل: 'روسان مړه کېږي' او هغه لګښتونه تر ټولو غوره پیسې دي چې امریکا د اوکراین په ملاتړ لګولي دي.

کله چې روسیې پر دغو خبرو نیوکه وکړه، اوکراین د زیلینسکي او ګراهام د ملاقات بشپړه ویډیو خپره کړه او معلومه شوه چې د ګراهام دغه دوه خبرې تړاو نه سره لري.

ګراهام پر ده د روسیې نیوکې رد کړي او ویلې یې دي، ده یوازې د روسیې په وړاندې جګړه کې د اوکراینیانو روحیه ستایلې ده.