زیلینسکي پر ایران د بندیز لګولو لپاره خپل پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړې

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي خپل پارلمان ته د وینا پر مهال

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړې چې هدف یې د روسیې پر متحد ایران د پنځوسو کلونو لپاره د بندیزونو لګول دي.

د زیلینسکي د دفتر رییس اندري یرماک پرون یکشنبه دا خبر ورکړی دی.

دا د هغه څه ځواب ګڼل کېږي چې کییف یې مسکو ته د تهران له خوا د وسلو برابرول ګڼي.

کییف او متحدان یې وايي، پر اوکراین د روسیې له یرغل راوروسته ایران روسیې ته د سلګونو بې پېلوټه الوتکو په ګډون وسلې ورکړې دي، خو تهران دغه تورونه ردوي.

که دغه لایحه د اوکراین د پارلمان له خوا تصویب شي، د اوکراین له طریق او د اوکراین له هوايي قلمرو به د ایراني مالونو مخه نیول کېږي.

د ایران او ایراني وګړو په وړاندې تجارتي، مالي او د ټکنالوژۍ په برخه کې بندیزونه هم لګوي.