په بدخشان کې يوې ځوانې نجلۍ ځان‌ وژلی

ارشیف

په بدخشان کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي د یوې ځوانې نجلۍ د ځان‌وژلو خبر ورکوي.

د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ویلي چې د فیض‌اباد د شورابک د سیمې دغې اوسېدونکې چې د کوکچې سیند ته ځان غورځولی و، خلکو یې مړی پرون یکشنبې راوایست.

نوموړی د عیني شاهدانو په حواله وایي چې دغې ځوانې نجلۍ کورنۍ ستونزې درلودې.

په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو د کورني تاوتریخوالي ترڅنګ پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته چې پر ښځو او نجونو یې د کار او زده‌کړو په برخو کې سخت محدودیتونه لګولي، دغه وضعیت په تېره ډېرې ځوانې نجونې له روانې پلوه اغېزمنې کړې دي.