طالبانو په نیمروز کې له ایران سره د وریښمو سرحدي لار بېرته پرانیسته

په نیمروز کې د ایران او افغانستان د سرحدي سیمې یوه څنډه

په نیمروز ولایت د طالبانو چارواکي د وریښمو د پله چې افغانستان او ایران سره نښلوي د بېرته پرانيستلو خبر ورکوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مفتي حبیب الله الهام وویل چې دغه پُل پرون یکشنبې بېرته پرانيستل شو.

د ایران او افغانستان ترمنځ د میلک په پوله کې دغه پُل د شنبې په ورځ د ایراني پوله ساتو او د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د نښتو په نتیجه کې تړل شوی و.

په دغه سرحدي شخړه کې چې څو ساعته یې دوام وکړ، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خپل یوه سرتېري وژل تایید کړي او د ایران د تسنیم خبري اژانس د ایران لور ته د یوه سرتېري د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.