ملګرو ملتونو په کندهار کې له نويو راستنېدونکو کډوالو سره مرسته کړې

د سپین بولدک-چمن د دروازې یوه څنډه

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' وایي، د روان ۲۰۲۳ کال د مې له میاشتې راهیسې یې ټیمونو د کندهار په سپین بولدک پوله کې په ټرانزیټي مرکز کې ۷۰۳۶ نویو راستنو شویو ته له رسېدو وروسته مرستې برابرې کړي دي.

آی او ایم پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې دا خبره کړې، خو د دغو مرستو نور جزییات یې نه‌دي ورکړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان راستنېدونکي افغان کډوال یو له ډېرو زیانګالو ډلو څخه بللي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ ویلي و چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو له یو میلیون او درې لکه زیات کسان بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.