د ترکیې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو د رایو ورکولو بهیر پیل شوی

دغه ټاکنې د رجب طیب اردوغان او د هغه د عمده سیال کمال قلیچدار اوغلو ترمنځ کېږي.

په ترکیه کې خلکو نن یکشنبه د ولسمشرۍ په دویم ځلي ټاکنو کې د رایو ورکول پیل کړي دي.

دغه ټاکنې د رجب طیب اردوغان او د هغه د عمده سیال کمال قلیچدار اوغلو ترمنځ کېږي.

اردوغان چې له شلو کلونو راهیسې په ترکیه کې د رهبرۍ پر بېلابېلو څوکیو دنده ترسره کوي، ښايي وکړای شي د ولسمشرۍ په بله پنځه کلنه دوره کې بریالی شي.

د مې میاشتې پر ۱۴مه، د ټاکنو په لومړي پړاو کې یو کاندید هم ونه توانېد اکثریت رایې وګټي، ځکه نو ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.

څه باندې ۶۴ میلیونه وګړي په ترکیه کې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي.

ټاکنې نن سهار پر ځايي وخت ۸ بجې پیل شوي او لومړنۍ نتیجې به د مازیګر پر پنځو بجو د رایې ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو څو ساعته وروسته خپاره شي.