ایراني چارواکو او طالبانو پر پوله د جګړې په اړه څېړنې پیل کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتې ویډیو

په نیمروز ولایت کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې او د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي چې د نښتې د عواملو په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چې، د کنګ په سرحدي ولسوالۍ کې په پرونۍ نښته کې له دواړو خواو یو یو تن وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

د ټکور په وینا موضوع د دواړو هېوادونو تر مشرانو پورې رسېدلې.

د ایران ایرنا خبري اژانس بیا راپور ورکړی چې په نښته کې د ایران دوه سرحدي سرتېري او یو طالب وسله‌وال وژل شوي دي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو هېوادونو سرحدي چارواکو د دې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.