ملګري ملتونه: له ۲۸ميليون ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

په داسې حال کې چې د ملګروملتونو د اټکل له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸.۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې ډله کې یوازې شپږ میلیون افغانان له قحطۍ څو ګامه لیرې دي، نن په نړۍ کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې ورځ نمانځل کېږي.

د ۲۰۱۱ کال د مې په ۲۸مه د لوږې د پروژې ټولنې دا ورځ په نړۍ کې د لوږې د له منځه وړلو د ورځې په توګه ونوموله.

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو او د نورو نړیوالو مرستندویو مؤسسو چارواکي وايي چې اوسمهال د افغانستان خلک د تېرو څو لسیزو پرتله له بې‌سارې لوږې او بې‌وزلۍ سره لاس ګرېوان دي.