نن په ترکيه کې د ولسمشري د دويم پړاو انتخابات ترسره کېږي

ترکیه کې د ولسمشرۍ د لومړۍ پړاو ټاکنو یو انځور

نن د ترکیې خلک د ولسمشرۍ د انتخاباتو دویم پړاو کې رایې ورکوي.

د انتخاباتو په دې پړاو کې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ۶ سیاسي ګوندونو ګډ کاندید د خلکو د جمهوري‌پال ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو سیالي سره کوي.

د مې په مه۱۴ نېټه د ترکیې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې دریو کاندیدانو ګډون کړی وو او اردوغان او قلیچدار اوغلو دوهم پړاو ته ووتل.

دوی دواړه د اکثریت د لازمو رایو په ګټلو بریالي نه‌شول او انتخابات دویم پړاو ته ولاړل.

۶۹ کلن اردوغان له شلو کلونو راهیسې په ترکیه کې واک چلوي.

۷۴ کلن قلیچدار اوغلو ویلي چې که انتخابات وګټي نو د ښځو د حقونو د پیاوړتیا لپاره به کار وکړي او له سوریې راغلي پناه غوښتونکي به بېرته خپل هېواد ته واستوي.