برلین کې 'د افغانستان د پرون خندا' په نوم د عکسونو نندارتون جوړ شوی

د عارف کریمي له لوري یو اخیستل شوی انځور چې برلین کې نندارې ته وړاندې شوی.

یو افغان عکاس په جرمني کې 'افغانستان د پرون خندا' په نوم خپل عکسونه نندارې ته ايښي دي.

عارف کریمي هغه افغان عکاس او ژورنالېست چې له خپلې کډوالۍ څه موده وروسته یې د جرمني په پلازمېنې برلین کې په بارډ کالج کې "د افغانستان د پرون خندا" په نوم خپل د عکسونو نندارتون جوړ کړ.

کریمي یو له هغو څو ژورنالېستانو څخه دی چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو یو کال وروسته یې هم د رسنیو د کار په موخه د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه وکړل.

په دې اړه د راپور اورېدو لپاره لاندې غږیز فايل کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د نندارتون راپور