له متحده عرب اماراتو څخه ۱۰۰۰ افغانان کاناډا ته لېږدول کېږي

ارشیف: په اماراتو کې یو شمېر افغان کډوال

کاناډا اعلان کړی چې له متحده‌عربي اماراتو سره د افغان کډوالو د خوندي لېږد د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

د کاناډا حکومت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه یې ناوخته خپره کړې، د کډوالو او تابعیت وزیر شان فریزر له قوله لیکلي، دوی د دې هوکړې په بدل کې ژمنه کړې چې ۱۰۰۰ کسه هغه افغانان به چې د افغانستان له سقوط وروسته، متحده‌عربي اماراتو ته انتقال شوي او هلته پاتې دي، کاناډا کې مېشت کړي.

وروسته تر دې چې طالبانو کابل ونیوه، کاناډا د تخلیې او بشردوستانه لارو خپل هېواد ته د ۴۰ زره افغانانو د منلو اعلان وکړ.

د کاناډا د کډوالۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه له دې شمېر کسانو ۳۲زره افغانان دې هېواد ته رسېدلي دي.