د مدني ټولنو يو سازمان د 'مطيع‌الله ويسا' د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ښوونیز فعال مطیع‌الله ویسا څو اوونۍ مخکې طالبانو په کابل کې نیولی.

د مدني ټولنو یوه سازمان، د طالبانو له توقیف نه د تعلیم د افغان فعال مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د مدني سازمانونو او فعالانو د نړیوال اتحاد ادارې پرون جمعه په خپل ټویټر کې لیکلي چې د د بشري حقونو د مدافع او د تعلیم د حق د فعال مطیع‌الله ویسا د توقیف دوې میاشتې کېږي.

د دې سازمان په وینا، د ویسا کورنۍ ته اجازه نه‌ده ورکړل شوي، څو له هغه سره، چې په خپلسري ډول نیول شوی، وګوري.

د مدني سازمانونو او فعالانو د نړیوال اتحاد غوښتنه کړې چې د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو لپاره باید غږونه خاموش نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ویسا تر څنګ د هرات د ښځو د زندان پخوانۍ رئیسه عالیه عزیزي او د هرات پوهنتون استاد رسول پارسي د طالبانو له‌خوا نیول شوي او برخلیک یې لا هم معلوم نه‌دی.

د مطیع‌الله ویسا یوه خپلوان چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، د ویسا د وضعیت په اړه سخت اندېښمن دی.