ملګري ملتونه: تر يو ميليون ډېر بې‌ځايه شوي افغانان بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي

په هرات کې د داخلي بې ځایه شویو یو کمپ

که څه هم د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د ځینو پرمختګونو له کبله، خپلو اصلي مېنو ته د بې‌ځایه شویو ستنېدل چټک شوي، خو ځینې بې‌ځایه شوي کسان وايي، د بې‌وسۍ له کبله خپلو کورونو ته نه‌شي ستنېدای.

۵۵ کلن عبدالسلام چې له بادغیس څخه هرات ته بې‌ځایه شوی، وايي یا دې په هرات کې ورسره مرسته وشي، یا دې د دوی اصلي مېنو ته د ستنېدو لپاره همکاري ورسره وشي.

نوموړی وايي: "که مرستې نه کېږي، دغه کډوال بې‌ځایه شوي کسان دې د دوی اصلي مېنو ته ستانه کړي. هغه بې‌ځایه شوي کسان چې د هرات په شاوخوا ولسوالیو کې دېره دي، دا هیله لري چې یا دې ورسره مرسته وشي، یا دې هم د دوی اصلي ځایونو ته ستانه کړای شي. دوی په ډېره پرېشانۍ او بد وضعیت کې شپې سبا کوي."

د ازادي راډیو اورېدونکي عبدالله هم د ازادي راډیو په پیغام ثبتوونکي ماشین کې خپل پیغام ثبت کړی چې وايي په خوست ولایت کې د روزګار له سختیو سره ژوند کوي.

عبدالله وايي: "تر خېمو لاندې ژوند کوو. هېڅ هم نه‌لرو. کومې مرستې چې راځي موږ ګوري، نه یې راکوي، زورواکي ته یې ورکوي. زما ماشوم ناروغ راته پروت دی."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په وروستیو کې تر یو ميلیون ډېر بې‌ځایه شوي خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.

ارشیف: په هرات کې د کډوالو د یو کمپ څنډه

په افغانستان کې د دې سازمان د ارتباطاتو لویې مدیرې کارولاین ګلوک ازادۍ راډیو ته وویل، دغه شمېر بې‌ځایه شويو د ځینو سهولتونو برابرېدو له کبله خپلو سیمو ته د ستنېدو پرېکړه کړې.

نوموړې ويلي: "د شخړو او ناامنۍ له کبله د داخلي بې‌ځایه شویو په شمېر کې یوه بهتري راغلې. دغه شمېر په ډراماتیک ډول کم شوی دی. نږدې یو ميلیون او ۳۵سوه زره داخلي بې‌ځایه شوي کسان توانېدلي خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي. دوی هڅه کوي چې خپل کورونه بېرته ورغوي او خپل ژوند تنظیم کړي. یو علت یې تر ډېره د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې وروسته د امنیت ښه کېدل دي."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې د داخلي بې‌ځایه شویو شمېر درېیو ميلیونو او دوه سوه زره کسانو ته رسېږي.

په افغانستان کې د یو این ایچ سي آر د ارتباطاتو لویې مدیرې کارولاین ګلوک ازادي راډیو ته وویل، دوی د دغو بې‌ځایه شویو لپاره خاص پروګرام لري.

نوموړې وويل: "یو این ایچ سي آر دغه راز نور سازمانونه او شریکان 'د ستنېدنې او ادغام د لومړیتوب سیمو' په نوم پروګرام باندې کار کوي. هدف یې له ستنو شویو کورنیو سره د دوی د ژوند ښه کېدو کې مرسته او دوی ته د خوندیتوب او د اساسي خدماتو رسول دي لکه د اوبو سیستم، د لمریزې برښنا اسانتیا، د سرپناه جوړول او له خلکو سره د ځینو مهارتونو په زده‌کړې مرسته ده."

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی ښځو ته هم په خپلو پروګرامونو کې لومړیتوب ورکوي چې دوی هم ځینې مهارتونه زده او د خپلو کورنیو د نفقې په برابرولو کې همکاري وکړي.

د یو این ایچ سي آر په وینا، د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو افغانانو شمېر اتو ميلیونو او دوو لکو ته رسېږي، خو له ۲۰۲۱م کال راهیسې یو ميلیون او شپږ لکه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.