روسي ځواکونو د اوکراین په دنیپرو کې یو روغتیايي مرکز ویشتی

د اوکراین په دنیپرو ښار کې د روسي ځواکونو له لوري ویشتل شوی روغتیايي مرکز

د اوکراین په دنیپرو ښار کې وروسته له هغې یو کس ووژل شو او تر لسو زیات ټپیان شول چې په دغه ښار کې یو روغتیايي مرکز روسیې په یوه برید کې په نښه کړ.

دا برید د روسیې د هوايي بریدونو د نوې څپې په ترڅ کې شوی او د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي په یوه ټویټ کې دا 'د بشریت پر وړاندې بل جنایت' بللی دی.

د سیمې څخه په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې له څو ودانیو لوګی پورته کېږي او د دې احتمال شته چې ودانیو ته ډېر زیان رسېدلی وي.

د دنیپرو پیتروفسک والي ویلي، دوه ماشومان چې یو يې درې کلن او بل يې شپږ کلن دی هم په ټپیانو کې شامل دي.

د هغه په خبره، یوولس تنه په روغتون کې بستر دي او د دوو روغتیا حالت نازک دی.