طالبان: تخار کې یوې ښځې ځان وژلی او بله وژل شوې

ارشیف

په تخار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې یوې ښځې ځان وژنه کړې او یوه بله وژل شوې ده.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمبین ساپي نن رسنیو ته وویل، د ینګي قلعه ولسوالۍ په کفترعلي کلي کې یوې ۲۳ کلنې ښځې د کورنیو لانجو له کبله مرګ موش خوړلی او ځان وژنه یې کړې.

ساپي همدا راز وویل، بېګا په مرکز تالقان کې په یوه بله پېښه کې یوه ښځه په خپل کور کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوې ده.

د ساپي په وینا، د دواړو پېښو په اړه څېړنې پیل شوې دي.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې پخوانۍ سابقه لري، خو په وروستیو کلونو کې زیاتوالی په کې راغلی.