مککال: بايډن له افغانستانه د ځواکونو ايستلو په تړاو خبرداريو ته پام نه‌دی کړی

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال

د امریکا د کانګرس یو مخکښ جمهوري غوښتونکی غړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنه کوي وایي، د ولسمشر جو بایډن ادارې له دې هېواده له وتلو مخکې خبرداریو ته پام نه‌دی کړی.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال چې د بهرنیو چارو وزارت یو پټ سند یې کتلي وایي، په دې سند کې په کابل کې د امریکا د سفارت ډیپلوماتانو د وتلو په مهال په جزییاتو خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

مککال له پونچباول نیوز سره په مرکه کې وویل، دغو ډیپلوماتانو د هرهغه څه په اړه چې څرګندونې کړې، کاملاً سم یې ویلي او هغه دولت ته خبرداری و چې څه به پېښ شي او څه باید ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه: 'له بده مرغه د بایډن ادارې د دوی خبرداریو ته پام ونه‌کړ او نتیجه یې هغه څه ده چې موږ ترلاسه کړه."

د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو او تخلیې بهیر له ګډ وډیو سره مل و او په همغو شپو ورځو کې د کابل هوایي ډګر مخته یوې چاودنې ۱۳ امریکایان او نږدې ۲۰۰ افغانان ووژل.

د اګسټ په پای کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له بشپړېدو دوه اوونۍ مخکې یعنې د اګسټ په ۱۵ طالبانو کابل ونیوه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن بیا په وار وار له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو ننګه کړې ده.