يونېسف په افغانستان کې د تغذيې برخه کې تر زرو ډېرو کسانو ته روزنه ورکړې

ارشیف: په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته یو ماشوم

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وایي چې د افغانستان په مرکزي سیمو کې یې له یو زرو سل تنو زیاتو کسانو ته د تغذیې په برخه کې روزنه ورکړې ده.

د یونېسف د افغانستان څانګې پرون پنجشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، دغو کسانو ته په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د استازولۍ په همکارۍ روزنه ورکړل شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې له درې ميلیون زیات ماشومان او له اته سوه زره زیاتې امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.