په بېلاروس کې د روسيې د اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو سندونه لاسليک شول

د عکس چپ لور ته د روسیې دفاع وزیر سیرګې شویګو او ښي لور ته د بېلاروس دفاع وزیر

روسیې او بېلاروس پرون پنجشنبې هغه سندونه لاسلیک کړل چې له مخې یې د روسیې اټومي تکتیکي وسلې د بېلاروس په خاوره کې ځای پرځای کېږي.

د روسیې دفاع وزیر سیرګې شویګو پرون پنجشنبې په مینسک کې د دغو سندونو له لاس‌لیک کېدو وروسته وویل چې د روسیې دغه اټومي تکتیکي وسلې چې د بېلاروس په خاوره کې ځای پر ځای کیږي، د ساتنې چارې به یې د مسکو تر کنټرل لاندې وي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په تېره مارچ میاشت کې ویلي و چې مسکو غواړي تر جولای میاشت پورې په بېلاروس کې چې له اوکراین او د ناټو له درېیو غړیو هېوادونو سره ګډه پوله لري، اټومي تکتیکي وسلې ځای پر ځای کړي.

د بېلاروس واکمن السکاندر لوکه شینکه هم له دې اقدام سره موافقه کړې وه.

هغه مهال د پوتین د دغه اعلان په وړاندې د نړۍ ډېرو هېوادونو غبرګونونه وښودل او ناټو هم هغه یو خطرناک او غیرمسؤلانه عمل وباله.

د روسیې دفاع وزیر سیرګې شویګو د پنجشنبې په ورځ وویل، دا پرېکړه د روسیې او بېلاروس لوېدیځو پولو ته د سختو ګواښونو د زیاتوالي شرایطو ته په پام شوې ده.

د بېلاروس واکمن الکساندر لوکه شینکه چې په مسکو کې د یروایشیا د اتحادیې په اقتصادي غونډه کې کډون کړی خبریالانو ته وویل چې له روسیې بېلا روس ته د اټومي وسلو لېږد پیل شوی.

د بېلاروس واکمن الکساندر لوکه شینکه

خو هغه د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه وسلې بېلاروس ته رسېدلي که نه، وویل، ښایي رسېدلي وي او کله چې دی بېرته هېواد ته ستون شي نو وبه یې ګوري.

له ۱۵ میاشتو راهیسې چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، مسکو له بېلاروس څخه د توپ د یوې تختې په توګه کار اخیستی دی.

له کله چې لوېدیځ پر بېلاروس سخت بندیزونه لګولي، د مینسک او مسکو ترمنځ اړیکې ډېرې نږدې شوې دي.

په دې اړه چې د مسکو او مینسک ترمنځ د شوې موافقې له مخې به د روسیې څه شمېر اټومي تکتیکي وسلې په بېلاروس کې ځای پر ځای شي، نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي، خو د روسیې دفاع وزیر وویل چې په بېلاروس کې به د دغو وسلو د ساتلو یو ځانګړی مرکز هم جوړ شي.

روسیې نه‌دي ویلي چې دا هېواد څومره اټومي تکتیکي وسلې لري، خو دا هغه وسلې دي چې د استعمال په صورت کې یو ښار بشپړ له مینځه نه وړي بلکه د تخریب ساحه یې کمه ده او کېدای شي ورڅخه په جګړه کې کار واخیستل شي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل له دوام سره روسي چارواکو په کراتو کراتو خبرداری ورکړی چې ممکن په دغه جګړه کې له اټومي وسلو کار واخلي.