ننګرهار کې د پوليو درېيمه مثبته پېښه ثبت شوه

ارشیف، د افغانستان په ختیځ کې ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق

د ننګرهار ولایت نازيانو ولسوالۍ کې يو دوه نيم کلن ماشوم په پوليو يا ګوزڼ اخته شوی، چې په دې سره سږ کال په دې ولايت کې دا درېيمه مثبته پېښه شوه.

د ملګروملتونو یونېسف ادارې د پولیو برخې د عامه اړیکو مسؤل سید کمال شاه رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې، د افغانستان په ختیځه حوزه کې لا هم د نورو مثبتو پېښو او نورو سیمو ته یې د غځېدو امکان شته.

هغه ویلي دي، د همدې لپاره په راتلونکې جون میاشت کې په ختیځو ولایتونو کې د پولیو د واکسینو کمپاین پلان شوی دی.

په همدې حال کې په ننګرهار کې طالب چارواکو هم د پولیو یا ګوزڼ دا نوې پېښه تایید کړې ده او له خلکو یې غوښتي چې د د پولیو کمپاين پر مهال خپل له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسين کړي.

روان کال کې تر دې مخکې هم د ننګرهار په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د پوليو دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.