خيبر پښتونخوا کې د پوليو واکسين پر يوې ډلې بريد کې درې پوليس ژوبل شوي

ارشیف

د پاکستان په خیبرپښتونخوا «مير ديره» سيمه کې نن د پولیو واکسین پر یوې ډلې د برید پر مهال درې پولیس ټپيان شوي دي.

دې پولیسو د واکسیناتورانو ساتنه کوله.

د پولیسو یوه سیمه‌ییز ویاند ظهیر اپریدي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، برید کوونکي له برید وروسته تښتېدلي دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په‌کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي له منځه نه‌ده تللې.