په ایران کې د اعدامونو بندېدو په موخه هڅې پیل شوي

ارشیف

په نیویارک کې مېشت د ایران د بشري حقونو مرکز وایي چې د نړۍ پنځه اویا هېوادونو ته یې لیک استولی دی او له هغوی یې غوښتي چې پر تهران فشار زیات کړي، څو د معترضانو له ښکاره غیرقانوني اعدامونو لاس واخلي.

د دې مرکز مشر هادي قایمي په یوې اعلامیې کې چې پرون یې خپره کړه ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت له ځوانانو په زوره اقرار اخلي او بیا هغوی اعداموي.

همدا راز اقلیتونه د وړو جرمونو په خاطر په نښه کوي چې غږ یې غلی شي.

د ایران حکومت په وروستیو کې درې معترضان د اصهفان په زندان کې اعدام کړل.

په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د ځوانې مهسا امیني تر وژلو وروسته اعتراضونه پیل شول چې امنیتي ځواکونو سخت وځپل او تر اوسه د دې اعتراض کوونکو اووه تنه اعدام شوي دي.