کرکټ؛ راتلونکې اوونۍ د افغانستان او سريلانکا ترمنځ سيالۍ پيلېږي

ارشیف: د افغانستان او سریلانکا د کرکت لوبډلو ترمنځ د یوې مخکینۍ لوبې انځور

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ راتلونکۍ اوونۍ د لوبو لړۍ پیلېږي.

دواړه لوبډلې به درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

د دې لوبو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ د حشمت اله شهیدي په مشرۍ خپل ټیم اعلان کړی دی.

تر دې مخکې افغان لوبډلې له سریلانکا سره د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې دوې لوبې وکړې چې یوه یوه مساوي شوه او درېیمه لوبه د باران له امله ونه شوه.