طالبان: په تېرو درېیو ورځو کې د سېلابونو له امله ۱۳ کسان مړه شوي

په ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو له کبله د یوه ویجاړ شوي کور انځور

د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د روان کال د جوزا له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو ۱۳ تنه مړه کړي او اته تنه نور یې ژوبل کړي دي.

د غور ولایت د پساوند ولسوالۍ د سنګان د کلي اوسېدونکی ومان وايي: "زما یې لس دانې پسونه وړي، سېلابونو شنه سيمه ټوله لاندې کړې، هېڅ شی نه‌دي راپاتې."

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، د سه‌شنبې ورځې په سېلاب کې یې څارويو او څړځایونو ته دروند زیان اوښتی دی.

په ورته وخت کې په غور کې سیمه‌ییزو سرچینو هم ازادي راډیو ته وویل چې د یاد ولایت په فېروزکوه ښار کې د سه‌شنبې ورځې سېلابونو شپږ کسان مړه کړي چې څلور ښځې او یو ماشوم هم په‌کې دی.

د غور ولایت یوه اوسېدونکی چې سېلاب ځپلې کورنۍ یې له نږدې څخه لیدلي، خو د امنیتي ستونزو له وجې نه‌غواړي چې نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وويل: "د پروني سېلاب له وجې څلور ښځې یو نارینه او یو ماشوم مړه شوي دي. له ځاني زیان سره خلکو ته زيات مالي تاوان هم اوښتی دی."

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې مارینا بیا ازادي راډیو ته وویل، په دې ولایت کې پروني سېلاب ۳۰ کورونه یو جومات او شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه لاندې کړې ده.

نوموړې وايي: "د خلکو اقتصاد هسې هم خراب و، د ځمکې حاصل ته یې امېد و، هغه هم ټوله سېلاب یوړله. د هغو چې کورنه یې وران شوي په خالي ډاګ پاتې دي."

په لغمان کې د سېلاب له امله د اوښتو زیانونو یو انځور. ارشیف

د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د روان کال د جوزا له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه د په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو ۱۳ تنه مړه کړي او اته تنه نور یې ژوبل کړي دي.

نوموړي ويلي: "له بده مرغه د روان کال د جوزا له لومړۍ نېټې څخه د بارانونو او سېلابونو شاهدان یو چې د دې سېلابونو له وجې په لغمان، پکتیا، بامیان، ننګرهار، میدان وردګو، خوست، کندهار، بغلان او غور ولایتونو کې ۱۳ شهیدان، ۸ ټپیان، ۵۶ کورونه په بشپړ او ۵۴ هم په جزوي ډول ویجاړ شوي دي او ۳ زره جریبه کرنیزه ځمکه هم سېلاب لاندې کړې."

د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د سېلابونو او زلزلې له له امله ۲۹ تنه مړه شوي او له ۱۰۵ څخه ډېر نور ژوبل شوي دي.