خلیلزاد: طالبان او ایران باید د اوبو لانجې په اړه یو سیاسي حل پیدا کړي

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د طالبانو حکومت او ایران باید د هلمند سیند له اوبو د ایران د اوبه خور پر سر د لانجې لپاره یوه سیاسي حل لاره ومومي.

خلیلزاد نن سهار پر خپل ټویټر ولیکل، که دې خبرو نتیجه ورنه کړه نو درېیمګړي لوري ته دې د منځګړتوب اجازه ورکړي او که بیا هم حل نه شوه، نو دا مسئله دې نړیوال قضاوت ته وړاندې شي، خو د ده په وینا له دې تګلارو څخه له یوې هم تر اوسه کار نه دی اخیستل شوی.

خلیلزاد زیاتوي چې ایراني مشرانو خپل زور ښودلی او افغانستان ته یې د احتمالي جګړې په ګډون ګواښونه کړي.

ایران له څه مودې راهیسې وايي، له هلمند سیند څخه د ۱۳۵۱ کال له تړون سره سم اوبه نه دي ورکړل شوي او د دې هېواد ځینې برخې د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

د طالبانو حکومت په ځواب کې وايي چې د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دي خو دوی زیاتوي چې د وچکالیو له کبله د هلمند سیند په اوبو کې د پام وړ کموالی راغلی.