د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتيايي مرستو د دوام خبر ورکړی

ارشیف: د افغانستان په لوېدیځ کې یو روغتیايي مرکز

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په تېره اپرېل میاشت کې له ۵ لکه ۸۷ زره ۶۳۵ کسانو سره په هغو روغتیايي مرکزونو کې د روغتيايي څارنې مرسته شوې چې د روغتیا نړیوال سازمان یې ملاتړ کوي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، د روغتیا نړیوال سازمان او نور روغتیايي شریکان به یې د خپلو روغتیايي مرکزونو او ګرځنده ټیمونو په مرستو خپلو روغتیايي خدماتو ته دوام ورکوي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د درېیو ناروغیو کرونا، تورې ټوخلې او ډینګي ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.