حنا رباني کهر د افغانستان لپاره د بریتانيا له ځانګړي استازي سره خبرې کړي

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي اندي مک کاوبري په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره پر افغانستان خبرې وکړې.

د دغه وزارت د پروني ټویټ په حواله، په دې کتنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت پر ښه کېدو، د یوه سوله‌ییز او باثباته افغانستان لپاره پر ګډه لېوالتیا او د ډیالوګ پر دوام خبرې وشوې.

د يو بل خبر له‌مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره اصف علي خان درانی د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

دغه وزارت پرون په یوه اطلاعیه کې دغه خبر ورکړی دی.

تر دې مخکې محمد صادق خان د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله.

صادق د مارچ پر لومړۍ نېټه پر خپل ټویټر په یوه بیان کې لیکلي وو چې خپله استعفا یې حکومت ته وړاندې کړې ده.